څانګې! لاړې کیجا وې دي روانيږي
څانګې! بیا له پاسه تور لونګ وريږي
څانګې! اوس ایله له غاره رابهر شوم
څانګې! سترګې مې رڼا وته برېښیږي
څانګې! زړه به دې جهان وي دړدولی
څانګې! دړد به دې په زړه کښې نه ځائیږي
څانګې! ژوند د هست ونېست پېمانه ده
څانګې! کله ګل او کله ګرد وریږي
څانګې! دا سترګې دې خوب پسې ړندې شي
څانګې! دا چې ستا په لاره کښې غوړیږي
څانګې! زه په کور دننه مسافر یم
څانګې! لاره په مزه مزه ختميږي
څانګې! شونډې دې برانیزه مزیګر شه
څانګې! درنګ له دا دژمي نمر ډوبيږي
څانګې! یاد باندې مې څه بلا پرېوتې
څانګې! ګوره خپل خوبونه مې هېریږي
څانګې! څوک به مرور څوک به پخلا وي
څانګې! یو زړکی به چا چا ته رسيږي
څانګې! دومره مې دخاورې خوند اخستی
څانګې! خوند مې د خُلې خاورې خاورې کیږي
څانګې! بيا د ځنګلونو په لور لاړی
څانګې! غېږې مې د شنو ونو یاديږي
څانګې! بیا د عناصرو جنګ روان دی
څانګې! بیا مې وخت د لاسو نه رژیږي
څانګې! دړد ته د تسنیم! رګونه خاندي
څانګې! دا رنځور دې دغسې رنځيږي