غزل

2020-09-21

زیان مو لیده خو بیا مو هم دا عاشقي کوله
خلقو پېسې ګټلې، مونږه شاعري کوله

دغه دنیا چې ئې بلها بلها کارونه په سر
چا به قصه د دې ټوټې ټوټې زړګي کوله

خلقو وئېل ګنې څه نوی خبر تا راوړی
څومره په منډه راغلې، څومره دې تادی کوله

یو شهزاده اوس د لقمان په دوا نه رغېږي
ده به د سترګود نرګس سره سیالي کوله

دا هم تاریخ دی، چې د ښار نه تر درباره يورې
روغ  خلق چُپ وو او خبره لېوني کوله

هغه رحمان د معشوقو په نوکرۍ ژوندی وه
تسنیمه! مونږه د سر کار هم نوکري کوله