نشه ده جام راواړوه د غر غوندې یې کوم
ساقي د هجر شپه د لوفر غوندې یې کوم
ډير تلي ستا په څیر دي ته یې هم پکې صحیح
یوه شیبه خفګان دی ښه د نر غوندې یې کوم
دا ځلې که ستا غم راغی په بل ډول یې لمانځم
دا ځلې که ستا غم راغی اختر غوندې یې کوم
په ما باندې دې هر څه وشي مور مې دې ژوندۍ وي
سجده کې زارۍ ګانې دي سوالګر غوندې یې کوم
د چا په تلو مې زړه له واکه وتی دی ریحانه
ژوند څه دی خو په خدای د مرور غوندې یې کوم