په زړه رنځوره یم په ډمه معشره کې یمه
بس خو مجبوره یم په ډمه معشره کې یمه
په لاره تلی نشم ادمه ستا ځامن ولاړ دي
زه یوه حوره یم په ډمه معشره کې یمه
ښځه یم کونډه یم په ډمه معشره کې یمه
مور یمه بوره یم په ډمه معشره کې یمه
هو پري ذاتې يمه خلک راپسې لېوني
ښه مشهوره يم په ډمه معشره کې یمه
د یتیمانو بچو غم مې په اوږو باندې دی
د خان مزدوره یم په ډمه معشره کې یمه
نه به زه ستا شمه ریحانه نه به ته زما شې
زه دې تربوره یم په ډمه معشره کې یمه