ځان مې ستا د سترګو د نشې په کونج کې ایښئ دی
جام مې سرچپه د میخانې په کونج کې ایښئ دی
ستا د بخملي زلفو خوشبو زما له جیبه ځي
ستا د سر ویښته مې د بټوې په کونج کې ایښئ دی
هسې نه چې بیا په چا مئين شې او ما وشرمی
زړه مې په دې وجه د کوټې په کونج کې ایښئ دی
زه د خلکو منځ کې په ګډا یمه ګډيږمه
شرم مې د ډمې زمانې په کونح کې ایښئ دی
نه ملا صیب یو ټکی سبق به مې نور هیر نشي
ما د چا تصویر د سيپارې په کونج کې ایښئ دی
مړه ته د چا د یاده نه ووځې قربان دې شم
نوم مې دې ریحانه د سینې په کونج کې ایښئ دی