ژوند دی درګرده تباه کیږي زما
ځواني ده ورو ورو خاورې کیږي زما
ښه اوښکې څنګه رایسارې کړمه؟
زړه دی د غوښې دی خوګیږي زما
آبې زم زم جانانه وه دریږه
ستا په لیدو تنده ماتیږي زما
حَوس مې کلک لاس نه نیولی یمه
ګناه ده ورځ په ورځ زیاتیږي زما
دومره وړیا یمه چې حد یې نشته
وینه ده تویه شوه تویږي زما
ریحانه ستا د راتلو غږ شوی دی
خوښي ده سترګو کې ګډيږي زما