غزل

2020-10-26

څــه بـلـهـا کـم عــقــل یــم نـسـبـت ئې راسـره وۀ
اوس مـحـسـوســـوم چـې مـحـبـت ئـې راسره وۀ
ولـې بــیــا یــوســف رانــه پــه ګــرانــه بــیـه لاړو
زړۀ مـې ورکــولے شــو قــیــمــت ئې راســــره وۀ
وخـتـه نـو اظـهـار لـه دې فرصت قدرې را نۀ کړو
خــلــۀ ګــنـي راپــورې وه جــرات ئـې راســره وۀ
خـپـل ځـان تـه مې هـم هـغه قیصه کولے نه شوه
تـېـره خـو لـمـحـه وه خـو دهـشـت ئې راسـره وۀ
هــســې د نـــهـرونـو حــکایـت زمــا پـه نـوم شـو
عــــــــزم د شـېـریـنـې وۀ طـاقـت ئـې راسـره وۀ
مـا خـو څـه پـه خـپـله خـوښه ځان وژلے نۀ دے
زۀ چـې پــه چــا مــړ یـم اجـازت ئـې راسـره وۀ
ځان ورتـه قـېـصـره شـایـد ټـیـټ مـحسـوسېدلو
ځـکه خـو نـاخـوالـه شـان نـفـرت ئـې راسـره وۀ