غزل

2020-10-26

لا مــو بــحــال ده يــارانــه اجــنـبــي شــوي نـۀ یـو

لا خــو غــزل او زۀ یــو بـل تـه پـردي شـوي نـۀ یـو

لا مـو هـم هـغـسـې لـمـسـونـه شـبـنـمي غـوندې دي

لا پـه ګـل پـاڼـو کـښـې بـدخـویـه ازغـي شوي نۀ یو

لا پـه خــبـرو کـښـې آهـنـګ مـحـسـوسـوو د یـو بـل

لا د ســلـوک پـه خــنـجـرونـو زخـمـي شـوي نـۀ یـو

لا مــو د هــجــر پــه تـاوونـو کـښـې لامـبـلي نـۀ دي

لا د قــربــت پـــه پـښـېـمـانـیـو سـتـي شـوي نـۀ یـو

لا د حیات په ښاریه کښې څه ښایست هم شته دے

لا خـو بـدرنـګې خـودکـشـۍ تـه راضـي شـوي نۀ یو

لا د ځــانــونــو قـــيـــمـــتــونـــه لــګــولــي چـــــا دي؟

لا په خپل ځان کښې دومره سپک او ردي شوي نۀ یو

لا خـو پـه دې سـفـر کـښـې نـیم نیم سړي شوي هم یو

لا کـه پـه دې سـفر کـښې نـیـم نـیـم سـړي شوي نۀ یو

لا راتـېـرېـږو د مـشــکــوک شــان کــېــفــیــت پــه لاره

لا د یــقـــیـــن تــر حــده ســم لــيـونــي شــوي نـۀ یـو

لا خــو درنـې درنـې پــګــړۍ راتــه پــه ســر مــۀ تــړه

لا خــو قــېــصــره دومــره هــم رازلـمـي شـوي نـۀ یـو