غزل

2020-10-26

نېــغــه نـۀ وي تـېـروبـېـره ســتومـاني وي

د تــــفـکـیـر د لارو ډېره ســتـومــانـي وي

د ســــفر په لــذت دا ســـړے خـــــبر دے

بــس روان وي ترېنه هېره سـتوماني وي

د ټـــپې آهــنګ دې هـــېر مه شه راهروه

چې د پــښو نه دې چاپېره ستوماني وي

هـمدمان مې که هر څو ځانونه پټ کړي

په کــکو کښې ئې برڅېره ستوماني وي

د قــــېـــصــــر دماغ عجبه قـېدخانه ده

کالـوســر پکـــښې راګېره سـتوماني وي