2020-10-26
یـاد راتـه نـۀ دي زۀ بـه کلـه راپــــرېـوتے ومـه
پـه خـوب وودۀ ومـه وربـلـه راپـــرېـوتے ومـه
بـس خو یو درز غوندې حواسـو ته راورسېدو
ما وې آسمان دے جوړ په خپله راپرېوتے ومه
زۀ د قـدم په شـانې بیا هـم پـورته شوے یـمه
زۀ کـه د پـل غـونـدې مـزلـه راپــــرېـوتے ومـه
دا به زمـا بدحواسي وه که نصیــب مې بد وۀ
دنـیـا چې پــورتـه درخـتـله، راپــــرېـوتے ومـه
تـۀ د اجـل پـه قـدم تـلې بـیا هم خفه خفه وې
ماتـه دې نـۀ کـوت بـې اجـلـه راپــرېـوتے ومـه
خدایګو په څومره تجسس خو مې نن واورېدله
خـلـقـو زمـا قـیـصــه کـولـه، راپــــرېـوتے ومــه
قـېـصـر د لـوئې حـادثې سـره مـخ شوے وۀ نن
ښـه ده چې ستـا غېږ ته بخمله راپــرېـوتے ومه