ماله سزا پکار ده

2020-10-26

بیا به آسمان ته پورته نه کړم د لاسونو کاسه

د آسمانونو هغه خداې به مخاطب نه کړمه

او ملائېکو ته به 

په خپله ځمکه د نزول بلنه ور نه کړمه

چې ددې ځمکې هر یو ګل

هر یو ازغے

زما د خپل زړۀ او ځیګر بچے دے

زما پګړۍ کښې که ګلاب زرغون دے

زما د ګوتو په سرونو که ازغي ولاړ دي

زما د خپل نیت او نظر ګناه ده

زۀ به په دې ګناه ککړ لاسونه

د ګداګرو د کاسې په شان خيرن لاسونه

د آسمانونو سپین جبين ته مخامخ نه کړمه

چې نور په دې سترګو کښې

لږه حیا پکار ده

تته رڼا پکار ده

# سل نومونه د عشق  نور دي #