دا چې توري په دېوال انځورومه
دا پرې پاڼې پاڼې خیال انځورومه
مکړئ مه وژنئ تنکئ خوږې سندرې
زه په ذات کې ترې بلال انځورومه
پرزړګې ږدمه زخمونه ستا د هجر
ګلابونه په دسمال انځورومه
زه شاعریم په هرڅه باندې خوږېږم
زه د دغې زمکې حال انځورومه
ملغلرې د لفظونو شپون ته راکه
پرې راتلونکی نوی کال انځورومه