مات نظر مې ستا د خال په غېږکې پروت دی
که غمی دی د دسمال په غېږکې پروت دی
خوب کې وينم چې اذان دی چا ويشتلی
زخم زخم د بلال په غېږکې پروت دی
ته خو ګوره تنهايي شوه سترګې سترګې
څومره وهم د دېوال په غېږکې پروت دی
چې زخمونه مې د زړه انځوروئ شي
هغه کس زما د خيال په غېږکې پروت دی
څوک دی، شپون دی، خو بس پاڼې پاڼې توی دی
مات منګی دی د کولال په غېږکې پروت دی