زخم په ما کې وو خو تاب به مې له تا سره وو
زه هغه سوال وم چې ځواب به مې له تا سره وو
ماته خو عشقه خپل زخمونه هم سم نه وو په یاد
د نیمایي ژوندون حساب به مې له تاسره وو
ما که ګنا کوو خو دا مې ستا له سترګو کوو
ما که ثواب کوو ثواب به مې له تا سره وو
دې ته حېران یمه چې زه دې ترېنه زده نه کړمه
ګني د درد هر یو کتاب به مې له تا سره وو
زه یو غزل ومه د شپون او ته یو مست الهام وې
د هر یوه ټکي انتخاب به مې له تا سره وو