عشقه خفه نه شې تر داره پورې ځي درسره
څوهلکان دي تر مزاره پورې ځي درسره
دا زهرجنې سترګې مه ګوره دا درد لري بیا
دا له پرهر نه تر پرهاره پورې ځي درسره
یو ګل به بیا درپسې پاڼې پاڼې ورژیږي
یو لېونی تر انتظاره پورې ځي درسره
د خپل مئین سره دې دومره جفا هم مه کوه
چې له دعا نه تر آزاره پورې ځي درسره
د هجر شپو ته خپلې اوښکې بلوئ پر باڼو
دغه ډېوې به تر سهاره پورې ځي درسره
شپون ته په ټوله لاره ذکر د اغزیو کوه
چې د ګلونو تر بازاره پورې ځي درسره