سوي حسرتونه دې په سترګو کې راوړي دي
څومره ډېر سوالونه دې په سترګو کې راوړي دي
مونږ چې پکې وخته زخم زخم رژېدلي یو
هغه تصویرونه دې په سترګو کې راوړي دي
تا دومره په ځان د صحرا شګې بادولي دي
ګوره چې خپل پلونه دې په سترګو کې راوړي دي
بیا دې د باڼو لمنې سرې دي په قاتل نظر
وینې وینې زړونه دې په سترګو کې راوړي دي
دا دې د زړه اوښکې پکې ټکی ټکی بلې کړې
شپونه که لعلونه دې په سترګو کې راوړي دي