چې مسکا دې هم له نم نه زده کوله
زندګي به دې د غم نه زده کوله
دوی به دومره له تیاروسره بلد وو
دوی به لاره له قدم نه زده کوله
چا به زخم د ګلاب نه زده کولو
چا به اوښکه له شبنم نه زده کوله
دا دونیا که څه هم لویه وه خو مابه
خدایه ستا د یو قلم نه زده کوله
دا څو ټکي شاعري به مې هم شپونه
له دې خاورې له دې چم نه زده کوله