داسې هجوم ولاړ د ښار په کناره صابره
چې نه به پریږدي میخانه نه مناره صابره
هغه سړي د دلیلونو کاروبار شروع کړو
چې نه پوهیږي په کوتک نه اشاره صابره
څهره د هر سړي جدا جدا د غم پیکر و
نه څوک زما، نه زه د چا استعاره صابره
هغه یو قام چې یې د غږ پورته کولو وخت دی
څوک مشوره کوي او څوک استخاره صابره
آخر دا خلک اوس په چا پسې تر شا روان دي
او چې عمل کوي په کومه سيپاره صابره؟
دا چې تمامه دنیا پریږدي زمونږ خواته راشي
نو خامخا به وي تالا یا آواره صابره
یو بد چلن مشکل کشا ته مو خپل درد بیان کړو
کور یې آباد، شو ټول د وینو فواره صابره