چې قتل شوی چرته هر آهنګ او هر یو ساز و
هغلته ما دپاره ساه اخیستل هم اعزاز و
هغه به مرګ راوسته، ما به ژوند ته لاره ورکړه
د هغه خپله طریقه وه زما خپل انداز و
هغه غازي مې په جنت کې چرته ونه لیده
چې ورسره زمونږ د قتل شرعي جواز و
کله د ځان کله د بل د بچ کولو فکر
ژوند په دې سیمه یو کوشش و، مسلسل پرواز و
د خپل وجود د خلا شور آرام ته نه پریښودم
له ډیره وخته مې تر غوږو یو مبهم آواز و
صابره څه د کائنات لټون آسانه نه و
او څه د ذات سفر تاریک و، معمه و، راز و