هر يو غضب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و
د يار طلب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و
د ژوند دپاره يو سبب و چې به ما پاللی
خو دا سبب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و
د تعويذونو منترونو علم ډير آسان و
کار د مکتب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و
مرګ د پښتون بس د يوې فتوی په رحم و کرم
مرګ د عرب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و
د کار خبرو، د يار ذکر څۀ قميت نه لرۀ
لهو لعب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و
صابره ما نه تقاضا وه د اعلی ادب خو
داسې ادب هم دومره ګران و لکه ژوند چې ګران و