نه مې جهاد وکړو او نه مې غنیمت راوړۀ
خو بیا مې هم وطن ته زیری د جنت راوړۀ
هغه نغمه د اویا حورو او جنت راوړه
ما د انسان د بربادیو حکايت راوړۀ
له ځانه دوه قدمه لیرې عجیبه حال وو
یو سړي ځان خرڅوه بل ورته قیمت راوړۀ
تا نه رخصت شومه او څومره بې نوا راغلم
نه مې ستائنه راوړه نه مې شکايت راوړۀ
ما سره څه وو، ما لفظونه او خپل زړه راوړل
چا به رتبه چا به شهرت چا به دولت راوړۀ
ما پکې ستا د سپورو زلفو تذکره وکړه
ما په دعا کې توسل د محبت راوړۀ
د خاورې رنګ د ګل خوشبو مې په لهجه کې ده
صابره ما په نوي رنګ کې روايت راوړۀ