پېغلتوب

2020-09-21

د نوې پېغلتوب د تقدس له کيفيته
اذان وشو او بيرته دي راستون کړم اذيته
***
تازه دې د ايمان الوت له راکړلې وزرې
تازه مې د وحدت د شونډو وخوړې شکرې
تازه مې د خپل رب سره په تا وکړې خبرې
تازه دې مسلمان کړمه د مينې پېغمبرې

د نوې پېغلتوب نشې له تلمه مېخانې له
اذان د مېکدې راغې او لاړمه سجدې له
***
نو څنګه دې اوبرنګه غاړه راکړه مسلمانې
ڼو څنګه دې دا زېږنده سينې کړې راروانې
نو څنګه دې هوس د خال رڼا کړه تورې سکڼې
نو څنګه دې کافر شراب روا کړه شرابڼې

د نوې تقدس د پېغلتوب د جام له کړنګه
دا ولې مېکده شوله بې هوشه ړنګه بنګه
***
ګناء مسلمانيږي چي ثواب په هوش کې راشي
يوه پېغله مقدسه چې نشه په جوش کې راشي
او تږې زړه سيراب د عبادت د سرچينې شي
او بيا د محبت د پاره ذېږنده سينې شي

د نوې پېغلتوب د مقدسې فريښتې نه
ما ټول تفسير راوړې د قران د ترجمې نه
***
سلام مې ګرځولې پرېښتو په دواړه ولو
پنځه وخته مې مونځ کړى د يو نيت په تړلو
د خداي حضور ګواه د خپل ارض و سماواته
چې دواو سترګو مې سهوه کړل څلور واړه رکعاته

د نوې پېغلتوب تقدسات ورته قظاء کړم ؟
چې دا مونځ قبول شوې کنه بيرته يې ادا کړم؟
***
شعرونه مې خپلې د فريښتې نه ذوت کړي
ما ډيرې شپې د خپل فکر الوت ته خلوت کړي
لفظونه مې د نقد په فريښته باندې لوستلي
لعلونه مې د خپل فکر له کاڼو نه تراشلې

د نوې پېغلتوب د تقدس ترجماني ده ؟
کنه دروېش روښانه پېغله شوې شاعري ده ؟