بيګا يي بيا يوه رڼا د زندګۍ وژلې ،
دا جينې څوک پيژنۍ ؟ ورونو په زندۍ وژلې
زمونږه غيرت دا دى ماشومه په سوره کې ورکړو
خو د غيرت په نوم مو هره ملالۍ وژلې
فرهاده تا د محبت حق ادا کړې دى خو
ته خبر نه يې؟ چې ستا مينې شيرينۍ وژلې
د بنګړو شور وو ما وې ځه څوک مئينان يو ځاې شو
زه څه خبر وومه چې دا خو يي سپوږمۍ وژلې
د پښتنې پيغلې ځواني هډو چا ونه ليده
يا په سوره کې ځي او يا خو بې وسۍ وژلې
په نيمه شپه راځې خو خيال کوه درويش روښانه
ما اوريدلي چې په تا يي ليوانۍ وژلې