ژوند څه مفهوم لري ؟ او مرګ د ميخانې نه بغېر
په ما خو سر ګرځي د مينې د نشې نه بغېر
مونږه مدام د خپل مئين زړګي ازار اغستې
ياره توبه به کړو د مينې د توبې نه بغېر
هوا له غږ ورکړې چې بندې دروازې مه وهه
څوک پښتنه ګرځي بهر د لوپټې نه بغېر ؟
خدايه کابل داسې ازاد کړه د خدايۍ په خاطر
چې خلک ژوند کوي د مرګ د فريښتې نه بغېر
چې ستا قاتل نظر سپېڅلي مسلمان نه کړمه
خلک دې ما خخ کړي ژوندی د جنازې نه بغېر
منصوري زړه راباندې بيا ده انلحق چغې کړه
راشه په دار مې کړه قاضي د فيصلې نه بغېر
دا په ما چا د ګل ګذار کړې دروېش روښانه ؟
زما خو زړه رپي اوس هم د زلزلې نه بغېر