کابل

2020-09-21

د سوداګرو شور دى څومره تابوتونه راوړو ؟
په دغه ښار کې څوک ژوندي شته که قبرونه راوړو ؟

د معشوقو ويرژنې سترګې مو جواب نه کړلې
مونږ چې واپس راځو د ځان سره سوالونه راوړو

د جنــــتونو پيــــره دا خوب دي غلط ليـــــدلې
ته به ژوندې راځې خو مونږ به دي لاشونه راوړو

د خپلې خاورې محافظه چې خپل سر ټيټ نه کړي
دشمن په شاه تختي په غاړه به هارونه راوړو

د جنګ هدف څه دى چې دواړه لوري يو مذهب دى
جانانه خدايه مونږه خپل خپل اياتونه راوړو

دا واشنګټن دى خو ازادي سرچينې بيا وايي
د ښار وضعت يو څه ښه شوې دى لاشونه راوړو

د لوپټو ازار وهلي يو درويــــــــــــــش روښانه
جګې شملي تړو ټيټ شوې خپل سرونه راوړو