2021-05-22
د امن روژه دارو يوه ګناء راسره وکړئ
د فکر اذانونه دي دعا راســره وکړئ
کارغانو د نړۍ مو په لاشونو لوبې وکړې
ماتم په خپل وجود وکړئ ژړا راسره وکړئ
د جنګ ټيکداران په جنتونو کې اوده دي
راپاڅۍ پښتنو د امن غلا راسره وکړئ
مودې وشوې چې زړه مې د وطن د درده تنګ دى
يارانو يوه شيبه نيمه خندا راسره وکړئ
د صبر او د زغم مهر يې هيچا ادا نه کړو ؟
د سولې ناوې غواړي چې نکاح راسره وکړٸ
د پايي ټکى جنګ ته ږدو که نه درويش روښانه؟
د امن فريښتې راځي صلاح راسره ٶکړئ