شـعور د خپل اولس د بيدارۍ په کې شمارمه
زه هره ساه واپس اخلم سلګۍ په کې شمارمه
چې غنه د خپۍ اوباسم په جيب کې يي ساتمه
ګريوان د هر مظلوم ګورم تڼۍ په کې شمارمه
څه خلک د دې ملک د ابادۍ دعوې دروغ کړي
او څه خلک چې لاس جګ کړي پولۍ په کې شمارمه
هـغه راله زخـمي ګوته تړي په تار د زلفو
او زه تشه بټوه ګورم روپۍ په کې شمارمه
څه خپله بې وسي ژاړم او څه ستا ارمانونه
چې کوم دکان ته ودريږم والۍ په کې شمارمه
بلها مجسمې په دغه ښار کې خلک پلوري
بلها ائينې راوړمه ګونګۍ په کې شمارمه
زه هسې د ګلاب په مخ د اوښکو رس ته اوګورم
زه هسې ستا د سترګو لولکۍ په کې په شمارمه
سندره د زړه درد لري که نه درويش روښانه
ټوپک په ساز کې اړوم شپيلۍ په کې شمارمه