غزل

2020-09-21

غربت چې دې په پښو کې شرنګولي ځنځیرونه
ما هم د زړه هوس ته اچولي ځنځیرونه

ګودره، جینکۍ به نن څه ووایم چې درشي
نن بیا چې لېوني دي شوکولي ځنځیرونه

بري پسې څوک لاړ دي که له وېرې تښتېدلي؟
په لار چې ترې د کلي غورځېدلي ځنځیرونه

اظهار مې خدای خبر چې د زړګي له ښاره درشي
حیا ېې دي د دړو ټینګ تړلي ځنځیرونه

له لر کلي به را ولي سرزوری لاس تړلی
د کلي څڼیورو پسې وړي ځنځیرونه

چې ورک د  بلینډې
له شنو بنګړیو دي راګونه
ښکاریږي د کوم ژڼي  ژړېدلي ځنځیرونه