2020-09-21
روښان چې مې وداسې چاپیریال دی د غزل
موندلی مې د لمر په شانته لال دی د غزل
سندرۍ به مې ګورې د (شیدا) تر څنګ ولاړې
یوسف په شان ژڼکي مې لوستی پال دی د غزل
پرون مې په زیارت کې ټولې تاته دعا وکړې
خپل ځان لره مې کړی تش یو سوال دی د غزل
بس زور د قناعت دی ګنې توری به پرینږدم
زما په وس پوره خو هر مجال دی د غزل
دا څوشپې چې ورک شوي دي زمونږ د نښې ستوري
ورک شوی نو له ما هم ځکه خیال دی د غزل
منم چې به کمکۍ وم د سندرو په بهیر خو
مالوم راته هر سور او هر یو تال دی د غزل
چې نوم دې غرنۍ (بلینډې) لاړو تر ښارونو
کمال دې د نوښت دی که کمال دی د غزل
پیښور ۲۴\۴\۲۰۰۵