2020-09-21
ټپه ټوپه
خال خال غږ و د مرغانو
دسپین غره د لوې غیږې
یخ بادونو ..مست بادونو
شینکې څڼې د نښترو
په اوږو ور رپولې
په شڼا ېې اوده کړي وو
ټول غرونه او راغونه
دهمزولو شهیدانو
جنډې غبرګې پړپیدلې
لکه شوخ ماشومان ناست وي
سیپارې په لاس جومات کې
ښه په زور او جوش ېې وايي
بدرګه واړه یو ټکی ......
***************
نیمه شپه وه ټپّه ټوپه
چینه هم خواږه خوب وړې
شاید خوب کې ېې لیدلې
دنګې دنګې مستې پیغلې
چې چاپیره ترینه ناستې
وي سهر او مازدیګر کې
چې ېې چړ وداسې مست وو
چې شړا ته ېې په غرو کې
واړه زرکې ګډیدلې
ځوانو بنګو وو راوستي
له غروره ډک سرونه
وه فضا ېې نشه کړې
وه هر خوا ېې نشه کړې
د ګلونو سترګې ډکې
هره پرښه وه خوماره
په ازغو ېې وې خولې ایښې
په ازغو کې هم تاب نه و
چې د پرښې دا نازکې
دا د ګل په خوند ککړې
دا خوږلوټې شونډې وخوري
**************
نیمه شپه وه ټپه ټوپه
د رڼو ستورو ورا تلله
د سپوږمۍ ناوې ېې وړله
چې له کومه خوا ېې راوړه
چې دا کوم لورې ېې وړله؟
ځینوځینو عاشقانو
ستورو یوبل ته وهلې
غبرګې سترګې پټې پټې
ځینې خوله په خوله ولاړ وو
د مچکو ېې خرپا وه
عجیبه شان تماشه وه
د مینو وتې وراوه
**********
نیمه شپه وه ټپه ټوپه
چې دا چا کوکې راوکړې؟
که ملا کوکې راوکړې
په ورا ګډې شوې د ستورو
چې د کوم ویر بلاګانې
ترینه ولویده په غرو کې
له ډولۍ ېې سپوږمۍ ناوې
د نښترو شڼا چوپ شوه
پښه نیولې جنډې واړه
له اتڼه تار په تار شوې
خولې زرکې په راغو کې
غوږ غوږ چړشو شړا څکه
د فضا ساه ډوبه ډوبه
زمونږمینځ کې د ډیوې هم
آخیري سلګۍ د ژوند وې
په ما اوښکې وې راماتې
له تا هم غزل نیمګړی
ارمانونه په سلګو وو
هم د هیلو مرۍ ناستې
ها له شنو او سرو بنګړو مې
ښکاریدې ټپې وې هیرې
هم د ستا له زولنو نه
وه د شرنګ لکه ساه لوتې
له مجال او امکان ورکه
هره لاره هره چاره
زما او ستا اوله شپه وه
د ژوندون آخیره شپه شوه