2020-09-21
په سره ټکه غرمه په انتظار د سېوري لاندې
یو ښکلی شان ماشوم اوده په لار د سیوري لاندې
راځه چې دا دنیا یو څو شیبې کړو سره هیره
راځه چې هلته کینو لږ قرار د سیوري لاندې
سپوږمۍ پسې ېې دومره غټه تیږه وه راخستې
پټ پټ و راروان لکه لوټمار د سیوري لاندې
ضرور دی چې به دنګو جینکو ته غلي ګوري
دا نن صبا د ژڼو نور څه کار د سیوري لاندې
هغه د کلي مست د ژڼو سر چې مساپر شو
ګونګۍ هره حجره او هر بنډار د سیوري لاندې
ترې ډیرې نوې کوډې به رازده کړم د سندرو
ارمان سره که کینمه یو وار د سیوري لاندې