غزل

2020-09-21

يو ځل مې درته بيا دي را تراشلي ماښامونه
زما د بخت په شانته ، پرهر ژلي ماښامونه

اسمانه په دې دوو ستورو دې پام چې غره نه شې
ما هم په رڼو اوښکو دي لمانځلي ماښامونه

بنګړيو سره غبرګې چې چرچڼې ټپې واخلي
شاعرې شي نغمې ژباړي دا ښکلي ماښامونه

لمبې د تنارونو، څه لمبې د نظرونو
وئ ،هېر چې درنه نه شي د خپل کلي ماښامونه

راځي ېې زمزمې چې له ( بزرګې) غلې غلې
دا (اند) دی، هر غزل ېې زنګولي ماښامونه

د لمر جنازه بار وه په اوږو د لوړو څوکو
روان په مشالووو پسې غلي ماښامونه