غزل

2020-09-21

خنديږي هر ماښام راته يو ستوری ترې ويريږم
کټ مټ لکه د لر کلي سرزوری ترې ويريږم

تصوير د ليونتوب به دې راونغاړم غزل کې
خو هسې نه ياغي کړي هر يو توری ترې ويريږم

پيرانو رارسيږئ ما په تاسو ځان سپارلي
ګودر ته چې راغلي دي پښې توری ترې ويريږم

اي کاش چې مې دا پل د پيغلتوب نه واي اخستي
چې ډک مې له شکونو دي هر لوری ترې ويريږم

چې نن سبا په کلي کې د شوخو ژڼو زور دي
يودم مې چې تر سترګو شي خپل سيوری ترې ويريږم

په خداي باندې دې سپارمه نورنه راځم ګودره
نظر چې د هر چا شو سړي خوری ترې ويريږم