غزل

2020-09-21

په څه خبردې پریښودم اشنا په نیــمه لاره

‎چی پاتې شوه زما څــخه خندا په نیمه لاره


‎تر تـا پوری درتله هم جانانه دومره ګران وو

‎چې لاړه لــه وجـــوده زما سـاه په نیمه لاره


‎چې ته يې خوشحالي وي داژوند وې مینه مینه

‎بی تا چــې  په ژړا يــم نیـــمه خوا په نیمه لاره


‎د خپلو څه یـــریږمه له پــردو مې ګیله نشته

‎چې دلته کې هم زوی پریږدي بابا په نیمه لار


‎یوڅوک وو ملا یې ماته وه امسا باندې روان وو

‎ظالم چې ترینه واخیسته امسا په نیمه لاره


‎ناصـــره ځان دې ساته  ملګرتیا ملطبي شوې

‎خــنــــدا کې درسـره وي دا ژړا په نیـــمه لاره