د دردنـــو د غـمـــونو ښـار کې لـوى شـوم
ياره زه دې ديادنــونو ښـار کې لوى شـوم
چې مې سترګې خلاصې کړي پــه ژړا يم
د ژړا او د ويـــرونـــو ښـار کې لوى شــوم
د موسـم خو صرف يوه برخــه خـزان وه
زه په څه د خـزانونو ښار کې لــوې شـوم
ماشومتوب نه مې په خوله خنــدا رانغله
ماشومتوب نه دجنګونو ښارکې لوى شوم
په لـــوېــه دنيـــا ژونــد راته زنــدان شـو
زه د(ناصر ) د زندانونو ښار کې لوى شوم