څه مســـته مســـــته تــللې په تـیر بارانه کې
ســــــتا زلفې لمــدیدلې پــه تیر بارانـــــه کې
د ځـــانــــه ورکـــه شوی داڅه شوی به تا وو
تا ځان سره خـــندلې په تـــــیر بارانــــــه کې
شبنم ترې څاڅیــــدلو دســـــتا دزلفــو سوکو
لـــــه خیـــاله زنګیدلې په تــــیر بارانـــــه کې
دازه به هم خمار شوم دا زه به هم نشه شوم
چــــې تا راته کـــــــتلې به تیـــر بارانـــــه کې
د زړه ســودا می ګلې به تیـــر باران کی کړې
ناصـــر راتـــــــه ویلې پــــه تیـــر بارانــه کې