غزل

2020-09-21

د زړونو غـــلا کوي هــنر یی دا دی
ښکلې خنـــدا کوي هـنر یې دا دی

زما دزړه په تاج محــل کی جانان
 پاچــــاهي دا کــوي هنر یې دا دی

څوک چې زما دجانان مخ ته کوري 
بیــا خو  هـوا کــوي هنـر یې دا دی

د یار په مخ چې  زه غـزل ولیـکم
راتــــه وا وا کـــوي هـنر يې دا دی

(ناصـر)چې تل  هغې مخ ته ګوري
مخ يې رڼــــا کوي هـنـر یې دا دی