غزل

2020-09-21

زه هم یوه ښځــه یوه مـــور یمه 
هم د چا عــزت هم دچا خور یمه 

زه د دې دنیــــا  د آبـــادی بنـــیاد
ګـــوره زه رڼا د هـــر یو  کور یمه 

غیږه مې دهر رنګ خوشحالو ډکه
آمن د  دنـیــــا په هر  یو  لور یمه

مه کوئ ظلمـــــونه په ما مه کوئ
ولې؟ مو سـیزلې په سره اور یمه 

وې ویل ناصره چیــــرته لاړ نشې
ګوره زه د ســــتا د زړه ټکـور یمه