زمــــا د ســـوي زړه ازار مــه اخــلـه
مانه ماښــام مانه ســـــهار مه اخـله
نور مى داخپل زخمونه خپله ګڼـډم
مانه مې ستن مانه مې تار مه اخـله
مار ته نسټوني کې ځاى مـه ورکـوه
د خپل نسټوني تـه دى مار مـه اخله
که يار په خواکې نن زما نشــته دى
خـواږه يــادونه مې د يار مـــه اخله
وايه ناصره چې قرار دې څـوک دى
تل وايې زړه نه مې قـرار مه اخــله