ستا خبرې مې زړګي کې تاو راتاو شي
لکه شعر مې شاعري کې تاو راتاو شي
ستا یادونه مې تل یو خوا بل خوا بیایې
ستا یادونه خاموشي کې تاو راتاو شي
یاره راشه چې ژوندون زما رڼا شي
چې رڼا مې زنده ګي کې تاو راتاو شي
داسې زه یمه د غم ښار کې ګیر شوی
لکه ګل چې په اغزي کې تاو راتاو شي
ته چې زلفې ښوروې رڼا رڼا کړې
د لمر وړانګې دې پيکي کې تاو راتاو شي
زه ناصر چې هر وخت وکړمه خبرې
دیار نوم خو بیا حتمي کې تاو راتاو شي