زمونږه په سرو وینو یې اودس کړی لمانځه ته

2020-09-21

 

ساقي خپله پوهیږې دا ناکام ویلی نه شم
مدام یې راکوه درته مدام ویلی نه شم

زمونږه په سرو وینو یې اودس کړی لمانځه ته
یارانو دی ُملا ته خو امام ویلی نه شم

د ستر خوشحال بچی راته په ټیټو سترګو اووې
غلام یمه خو خپل ځان ته غلام ویلی نه شم

جام هله جام باله شی چې په لاس کې د خیام وی
په لاس کې د شیخانو ورته جام ویلی نه شم

منکر د مصلحت یمه کافر مې ځکه بولي
تش ږیرو او تسپو ته چې اسلام ویلی نه شم

د وخت سحرګرانو که هر څه ادل بدل کړل 
سحر ته به سحر وایم ماښام ویلی نه شم

راشده چې د سره سالو لمبې یې په سر نه وي
که هر څومره اوچت شی ورته بام ویلی نه شم

  - ۲۳ مارچ ۱۹۹۷
ګورا قبرستان - پیښور
کتاب « ډیوې»