چې د رڼو سپینو اوبو نه یې شراب جوړول
د چا دپاره یې له خپل زړه نه کباب جوړول
د شاه له زلفو یې تارونه د رباب جوړول
چې تصویرونه یې د ښکلو په کتاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
چې به د خیال په وزرونو تر آسمان رسیدو
د هر یو ښکلی په واسطه به تر جانان رسیدو
چې ژوبل زړه ته به یې شعر لکه درمان رسیدو
چې د خپل کلی له شړشمو یې ګلاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
چې هر غاصب نه یې مظلوم ته حق په زور آخستو
لکه ډیوه یې د رڼا د پاره اور آخستو
هرې بې رنګه منظرې ته یې رنګ پور آخستو
له وچو شګو یې موجونه د دریاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
چې رباعیانې د «خیام» یې تلاوت ګڼلو
لکه «خوشحال» د ښکلو مینه یې فطرت ګڼلو
د نرمو شونډو ښکلول یې عبادت ګڼلو
د زرکو ښکار له یې څانګونه د عقاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
چې د «زردشت» او د «بدها» سره یې تار لرلو
د «ایپی کورس» په باغونو یې هم کار لرلو
د حقیقت په هره لاره یې رفتار لرلو
له «اویستا» نه یې نقشونه په محراب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
اوس یې په زړه باندې نور نه اوری الهام نه لری
ژوندی به وی خو ژوندانه ته احترام نه لری
ساقی یې هیر دی مستی نه پیژنی جام نه لری
اوس ورته ګرانې دي نغمې د انقلاب جوړول
هغه شاعر خو ډیر پخوا مړ دی
- ۱۳م نومبر ۲۰۰۵
پیښور
کتاب «ډیوې»