توره تیاره ده د رڼا جنازه پورته شوله
ژبې مو وچې دی او سترګو مو نظر باېللی
زلمو لاسونه لپه کړی دی د کونډو په شان
خیرونه غواړی رهبرانو یې سنګر با ېللی
×××
څنګه چوپتیا ده له ټول کلی هدیره جوړه ده
یو بریتور نشته چې چغه لیونۍ پورته کړی
جینکۍ شته خو د میوند د ټپو شړنګ نه لری
یوه هم نشته چې بیرغ د ملالۍ پورته کړی
×××
د ابرهه لښکر په زمکه زلزلې راوستې
خو دوی لاسونه په تندی بره آسمان ته ګوری
دوی په دی تمه دی چې سیل به د خړڅکو راشی
په ړندو سترګو خپل لوټ شوی ګلستان ته ګوری
×××
یو بریتور نشته چې چغه لیونۍ پورته کړی:
«خړڅکی نه راځی کم عقلو دا حرم خو نه دی
چې تش دعا ته پورته کیږی لاس غوڅ شوی ښه دی
ستاسو د کلی غم د ټولې نړۍ غم خو نه دی»
دویم مارچ ۲۰۰۹
«څو ژونده مزل»