نشه په ماتیدو وه له خماره زنګیدم
له سترګو دی قربان په ټوله لاره زنګیدم
سپوږمۍ و سپینه لپه کې یو سپین سرور راوړی
د ستورو په محفل کې تر سهاره زنګیدم
هر تار یې لکه لار د ښاپیرو محل ته تللې
مستی راوریدله له ستاره زنګیدم
ساقی تا ته خو یاد شی چې راتلم به کله کله
راتلم به کله کله خو بې واره زنګیدم
د ژوند د هر مقام په احترام باندې خبر وم
په منډه منډه تلمه په قلاره زنګیدم
د حسن جزیرې ته یې د ځان سره وم وړی
ستا غږ مې اوریدلو سندرماره زنګیدم
ماحول نشه نشه و که اثر د چا د یاد و
پوی نه شومه په ځان راشده یاره زنګیدم
« څو ژونده مزل»