غزل

2020-09-21

لاړمه له ځانه ځکه ستا په لاره راغلمه
اوس به مې څوک څه ويني که څو څو واره راغلمه

تا له مې د مينې د وږمو ډالۍ راوړې ده
تاؤ مې کړه له غاړې د لونګ له ښاره راغلمه

ګورې چې لفظونه د اظهار نه عاجز شوي دي
سترګې سترګې سترګې د ښکلا معياره راغلمه

پېغله شوه توبه مخې ته نه راځي حيا کوي
خوا له د ساقي چې د ځوانۍ خماره راغلمه

يو دکان کښې هم نه چلېدې د محبت سيکې
تش لاسونه بېرته له دې ډک بازاره راغلمه

لا سکڼی ماښام وي چې سودا د زلفو وخاندي
ووایی چې راغلمه راشده ياره راغلمه
 
۲ جولای ۲۰۱۸