د وخت دا تاریکې به مې ارمان راڅخه اخلي
ما نه ګڼله داسې، چې جانان راڅخه اخلي
د مینې، هر داستان خو له رازونو څخه ډک وي
د سات د ستنې هر ټک، امتحان راڅخه اخلي
نرګسه! له انځور دې شبنمي وږمې خورې شي
آرام شم پرې، لږ څه غم د هجران راڅخه اخلي
یاران مې ملامت نه دي چې ما لېونی بولي
خودي رانه تل ستا د یاد پیریان راڅخه اخلي
یقین به مې دا نه وي چې به رانه شي عصمته!
خبرو کې خندا یې، دا ګمان راڅخه اخلي