غزل

2020-09-21

ډکې پیالې جمله یاران او بیا ستا وار، ماښامه!
صقيل کړه زړونه ترېنه وتوږه غبار، ماښامه!

زموږ نصیب خو د بیلتون تورې وهلی داسې
یار خو پرېږده چې رانه ورک یې کلی، ښار ماښامه!

که راولې له تاریکې سره کوم بله بلا
له دې ځای نه خوځم، یم چاته انتظار ماښامه!

په ځان به نه پوهېدم زه یې له لیدو چې راتلم
په رڼا ورځ به مې کړه ورکه د کور لار، ماښامه!

له یاده وباسم د هغه چا یادونه څنګه!!!؟
چا چې په جاره راته تل ویلي یار، ماښامه!

هغه نرګس به اوس په کوم محفل خوشبو خوروي
عصمت تکیه کړې د کلي په چنار، ماښامه!