کیسه د زنده ګۍ دې کړله ورانه، سړی نه ځي
راغاړې وتې، وېل دې، له بارانه سړی نه ځي
د سر د درد ګولۍ مې په لاسونو کې نیولې
شبګیر دی، سلسله دغه روانه، سړی نه ځي
اکثره وخت چې چېرته په خپل تګ باندې پښېمان شم
دا خپل ځان مې رانیسم له ګرېوانه، سړی نه ځي
د ستورو د شمار کیف، اُوف! سپوږمۍ، بېمار کاته اخ!
شېبه، شېبه به ووایي، له مانه سړی نه ځي
د زړه درد، نېمه شپه، د حمل میاشت او زورور یاد!
سلګیو کې ګیله وکړم له تانه، سړی نه ځي
نه! ته او خدای نو ما مجبورولې چې ځه لاړ شه!
نه! ولې شي خفه دومره آسانه، سړی نه ځي
الفاظ نه، ملغلرې په ورېښمو کې پېیودې
نو خود د عندلیبو له کاروانه سړی نه ځي
ښکاریږي درنه هېره شوم، انځور مې دې سېځلی
عصمته! دومره لرې خو له چانه سړی نه ځي