چې څومره ولیکم, نو لاشمه خمار د غزل
له کرشمو دې ځار، لګیا یم، کړمه کار د غزل
د محبت منزل ته نه رسي ناکام شي سړی
بیا ډېر معصوم شي او راګیر یې کړي غبار د غزل
لکه یو ورک لاروی اخلم له هر ستوري رڼا
خو یوې سپوږمۍ ده پرانیستلې راته لار د غزل
کوم بې تهذیبه به یې وپاشي دانې پر ځمکه
توبه! توبه! ما روغ ساتلی دی انار د غزل
ستا له ښکلا څخه نقشونه پکې وباسمه
ستا له شین خال څخه بیا وکړمه سینګار د غزل
نه مې له بوټي سره کار شته، نه له شمس متاثِر
لکه پتنګ غوندې ورغورځم په انګار د غزل
د عندلیبو مشام اخلي ترې نایابه خوشبو
ما رنګارنګ ګلان زرغون کړل په بهار د غزل
عصمته! څرنګه به زړه ښه کړي سیالان، سیالۍ ته
چې له نرګسه دې راوړی رنګین ښار د غزل