چې لرې رانه لاړې، زړه ته یاره! رانږدې شوې
کرار دې رانه یووړ، ناکراره رانږدې شوې
هېڅ مې نه هېرېږي چې په تلو کې زړه نازړه وې
هېڅ مې نه هېریږي چې څو واره رانږدې شوې
د دوبي رنګینۍ او د خزان بادونه تېر شول
ژمیه! ستا زوال دی او بهاره رانږدې شوې
ترس د رسوایۍ نه به دې ورو راته څه ووېل
غوږ ته به نرګسه په کراره رانږدې شوې
غزل کې ناممکنه ده چې ټوله کیسه وشي
جانانه غېږ دې راکړله پر لاره رانږدې شوې
ما به درنه وپوښتل چې داسې څنګه ښکارم
لاس کې به دې ونیوه هېنداره رانږدې شوې
سهار شي خو د چا له یادو خوب نه شم کولای
عصمت هره شپه وایمه سهاره را نږدې شوې